غزل

2020-09-21

ښه اجازه راکړه د اوس له پاره ځم سمده
واعده کومه چى به بيا بيرته راځم سمده

منم چى زه بـه ياديږم مګر زه بـه نـه يم
ځـان تـه پخپله پاکوه د سترګو نـم سمده

نه ته بى غمه شه زما به هميشه په يادوى
دا ستا لوظونه ستا واعدى او ستا قسم سمده

شايد د تلو نه پس دى بيا هم ژوندى پاتى شمه
خپل خيال ساته زما بيخى مکوه غم سمده

ساقي خفه نه شى موده پس ستا پوښتنه کوم
ساقي خفه نه شى شراب څکمه خو کم سمده

دغه تصوير خو مو جوړه دى دا په مينځ شلومه
ته زما ساته او زه ستا تصوير ساتم سمده

ښه نو د تلو وخت دى زه ورو ورو درنه ځم قراره
ښه چيغې ونکړى او ځان دى کړه لګ تم سمده