پۀ اسمانونو کښې الوات له مانه نۀ هېريږي
ته چې دۀ زمکې تلې اوچت له مانه نه هيريږي
زۀ بۀ ټوټې ټوټې وجود خیر دى څادر کښې ټول کړم
خو ستا نيمګرى محبت له مانه نه هيريږي
زما کۀ زړۀ پۀ څېر د کاڼې پۀ سينې کښې هم شو
ستا د څهرې معصوميت له مانه نه هيريږي
د اوښکو ډکې ډکې سترګې او په شا شا کتل
قیامت بۀ څۀ وي دا قیامت له مانه نه هيريږي
د خپل خاموش نظر په شور دى څو څو ځله مړ کړم؟؟
دغه یو سوال ئې مصیبت له مانه نه هيريږي
په خوله خندا او بيا په سترګو کې د اوښکو راتلل
قراره ستا د يو عادت له مانه نه هيريږي