ما يې خپله د ليدو تخمول رانه وړ
ﺯخمي ﺯخمي تصوير ياره د کابل رانه وړ
په باوردي خاوره مې ونه موند بښنه غواړم
ورځ د مېئنو وه ما ستا لپاره ګل رانه وړ
ﺯه د ماښام نه پس له تور بخمله کرکه لرم
تا له مې ځکه لمربدنه تور بخمل رانه وړ
پوره څلويښت کاله ميرات سفر ميراتې کيسې
کوم يو ? غذاب وو چې په مونږ دې مسلسل رانه وړ
آتش پرستو ﺯمونږ هر اتل په دار کړ بابا
وخت په شا رانغې او مونږ ته يې اتل رانه وړ
ﺯما پولۍ لاسونه يې ښکل کړه مور مې دا وويل
بچيه خير دې که دې نن ﺯما درمل رانه وړ
هغه چې تلو د الوداع په وخت باران وريدو
خالقه ولې?دې هغه شېبه اجل رانه وړ
قراره هر چا په ويرجن حالات مرثيه ليکله
مشاعرې ته مې په دې خاطر غزل رانه وړ