نظم

2020-09-21

په تيارو باندې ميئنه راشه خوند د رڼا واخله
پخوانې غنى دى ياد دى 
ليونى غنى دى ياد دى
اوسنې غنى خو ګورى
دا خو تا ته دى بى قدره
ته يۍ نامه يو چا ته واخله
په تيارو باندې ميئنه راشه خوند د رڼا واخله

د نفرت خوبونه پريده 
د وخشت خوبونه پيريده 
نورى خويندې ازار نه کړى 
نورى ميندې بوري نه کړى
د هر چا نه دوعا واخله
په تيارو باندې ميئنه راشه خوند د رڼا واخله

شاعران شو درته ستړى
ليکوالان شو درته ستړى
ته د امن په نغمو کله پوهيږى
فنکاران شو درته ستړى 
خداي د پاره د هر څه معنا واخله

په تيارو باندې ميئنه راشه خوند د رڼا واخله

دا اواز زما نه شى اخستلې
که زما په خوله لاس کيدى دلته بل درته غږيږى
دا متل دى لمر په ګوتو نه پټيږى
سر مى ځار شه د کلتور او د فرهنګه
راشه راشه دا سا واخله
په تيارو باندې ميئنه راشه خوند د رڼا واخله

ستا په لاسو کى باورد دى
زما لاسو کى ګلاب دى
ستا به زغره وى ملګرۍ 
او ملګرې مى کتاب دى
د اوږو نه ټوپک کوز کړه
دا رباب دى ته دا واخله
په تيارو باندې ميئنه راشه خوند د رڼا واخله
مهمه نه ده چى ته تخلوص خامخا ځي ورکړو