په شين ماښام د اضطراب خبرى نه دي پکار
لا شين ماښام دى لا د خواب خبرى نه دي پکار
ويل يى وايه ليونې زړه درنه څه څه غواړى
ما ويل د زړه خانه خراب خبرى نه دي پکار
ته له تکراره ستړې شوې زه له شماره ستړى
ستا د واعدو او د حساب خبرى نه دي پکار
ياره پريده چې هغې څه ويل او ما څه ويل
ياره پريده د سوال جواب خبرى نه دي پکار
زما رقيب زما په دغه خاطر ډير خوښيده
د دى ظالم د انتخاب خبرى نه دي پکار
ما که نظر ته خمار سترګو ته شراب ويل
پکې بيخي د دى جناب خبرى نه دي پکار
بدرنګه خلک بدرنګ ښار دى او بدرنګې کيسې
راځه راځه دلته ناياب خبرى نه دي پکار
ولې؟ زما ټول ارمانونه شو نمګړي پاتې
راځه تيريږه په دى باب خبرى نه دي پکار
مطربه ځار دغه نغمه ما لرى لرى بيايي
په خاموشۍ کې د رباب خبرى نه دى پکار
په خوله خندا سترګو کې اوښکې د قرار عادت دى
په نيمه پوى شه يو کتاب خبرى نه دي پکار