غزل

2020-09-21

زه ستا په سر باندې قسم خورم ته يقين نه کوى
تــا تــه واړه واړه قـسـمـه زه دا ځـل نـه خـورمه

بى مينى مه شى خو څنګل مى سر ته مه کې ږده
زه د خپل سر لاندې دا ستا نازک څنګل نه خورمه

زمـا د خولى جواب کـه وايۍ ورتـه داسې وايـه
هغې ته وايه چى اوس ښه يمه درمل نه خورمه

ما په بى ځايه اندښنو ځان له خپل زړه وخوړو
بس اندښنې نـه کوم زړه مى مکمل نـه خورمه

ډاکټر خـو واي چـى دوا خـوري دوعاګانى کوى
ته خو ويل چى دوا خورم خو مسلسل نه خورمه

د دى نه ښه ده چى خپل ځان په تنهايۍ و خورمه
قـراره ځـان نـور پـه سنـدرو پـه غزل نـه خورمه