الوداع

2020-09-21

ما سره ونه کړله ولې؟خپلې سا الوداع
سړهٙ هوا د باران څاڅکې وو او ستا الوداع

زه دى د سترګو په اداو پوهيدلم چى ځې
تا چې به وکړله په سترګو کې ادا الوداع

په دى خاطر چې مې نمجنى سترګې ونه وينې
ځکه خو تا به اخستله په خندا الوداع

دا څه سبب وو چې د تلو زړه مو بيخي نه کيدو
اول به تا وکړه او بيا درسره ما الوداع

يوه ارامه موسيقي بل ستا تصوير او ډيوه
ما به تيارو سره ليدله د سبا الوداع

بې وفايۍ دى وکړه بس دى نور په مخه دى خه
ته بې وفا وى بې وفا وى بې وفا الوداع

د خوايشاتو او رنګونو دې نړۍ نه يو ورځ
يو ورځ به راشي چې کوم به له دونيا الوداع

ما مې د خپلى بې وسۍ د اوښکو شمار کولو
تا سره هر چا چې کوله په ژړا الوداع

پردي ښارونه دوزخونه پکې ژوند به کوې
قراره ځې خو يو ځل وکړه خامخا الوداع