غزل

2020-09-21

بدرنګ دى کړم غربته آيئنه راپورې خاندي
ته ګوره کنه خدايه زمانه راپورې خاندي

ما زوره وره تنده وژني ته دا حلک ګوره
چى اوايمه چرته ده چينه راپورې خاندي

زه د تنهايۍ ملګرو هم تنها پريښى يم
يقين وکړه چى خپله شوګيره راپورې خاندي

يا زه ليونى شوى يم يا دا حلک ليوني دي 
د ځان سره چى اخلم ستا نامه راپورې خاندي

له خو د لفظونو جوړلو بى هنره يم
له خو د لفظونو فلسفه راپورې خاندي

ما اوريدلي وو اکثر چى خانده دوه رنګه وى
اوس پوى شمه صاحبه چى هغه راپورې خاندي

يو تا نه ګيله نه کوم چى ته راپورې خاندي
قراره دغه ټوله محله راپورې خاندي