په يو او بل پسې بې واره وريده څاڅکې
لکه شبنم د يار په مخ به ماتيده څاڅکې
چې مې اېئن کې ځان ته وکتل ومې ژړل
لکه باران زما د سترګو نه لويده څاڅکې
بيا هم هغسې باران دى پکې ستا يادونه
چې به په مونګ راڅڅيده له دالانه څاڅکې
عجب منظر ٶ له اسمانه رالويده څاڅکې
تنده يى ماته شوه او بيرته ټوکيده څاڅکې
موټر کې زه وم شړک باران وو اوږده لاره وه
ما پاکول او په شيشه پاتې کيده څاڅکې
قراره ستا انځور مې داسې وخت کې واخيستو
چې د چترې له هرى څڼډى څڅيده څاڅکې