غزل

2020-09-21

شراب شراب نظر دې رانه واړه وه خماره
ما مه وژنه ما مه وژنه په دې نشه کې ياره

تاب ستا د قاتل نظر په خپل وجود کې نه لرم
بس لګه غوندې ساه مې په وجود کې ده ايساره

په ډک مخفل کې ړنګ شومه رسوا شومه غورځيږم
لګ رحم وکړه رحم په ما وه ياره خونکاره

لارې او سرک مې تنهايۍ پورې خانده کوي
اوففف شړکنده باران خالي سرک او تنها لاره

پوهيږم بې ازرښته يم نا چله يم سِکه يم
ليلام مې که ما وپلوره مجبور يمه بازاره

زه په دې ديوال زوړند تصوير سره کېسې کوم
دا چا ويل چې کوټه کې زوړند کړې مې هنداره

شمعې لرى که نه؟ زما دې زهر نه دي پکار
ليکمه ورته ټوله شپه غزلې دوکانداره

درد کوه شړېږه زه دى څړېکو نه خوند اخمله
نو نوم د جوړيدو دې راته مه اخله پرهاره

په زيړ مازيګري د ناز ښيرې مې درته وکړې
او زر مې پسې ويل الله مه کړه قراره