2020-09-21
ارغوان ګل خو دمينې انـــــــتظــــــــاردې
نسترن ګل ديادونو يــــــو يــــادګــار دې
داوتې ګلان مې خوښ دننګرهــــــار دې
ياسمن ګلو نه لاس کــــی دريـــــــــبار دې
ميخکې ګـــــلو نــــه جوړه به چار ګل کړم
سره ګــــلابه تا به تيک دخپل وربل کړم
دوطن ناوی نه جوړه به سيـــــــنګـار کړم
دا ښايسته ګلونه ټول به ورنــــه جــارکړم
ګل ګيډو سره دسولې ســــوغــــاتـــونـــه
وطن ميندو ته ډالې د غاړې هــــارکــړم
ريدي ګله ته خو ياد دميــــن زړو يـــــــــي
دشهيد مزار نه جوړبه لاله زار کـــــــــــړم
ګلاب ګله د جانان د مخ نه جــــــارشـــــــه
د (حفيظ )د لاس يو نښه يو يادګار شـــه