سوله به راشي

2020-09-21

چې کله شعر ليکمه د خپل وطن په ياد کې
دغه مظلوم اولس مې
ټول يو په يو مخ ته مې ودريږي
او بيا چې کله رڼاګانو ښار کې
دبل وطن ماشومان وګورمه
زما دوطن دغه خپی لوڅي سر ببر يتيمان
مې سترګوسترګوته شي
دلته چې وينم داسری شونډۍ ښځې
زما د وطن دا وچې شونډې کونډې
مې يو په يو سترکو ته ودريږي
دلته چې وګورمه هغه ميندې
چې ١٨کلن بچيان د کوره شړي
بيا مې مورکې را ياد شي
په څومره مينه يي په دغه سند کې
له مونږنه غيږ تاواوه دبيلتانه له ډاره
د لوې خداې په لورې
زارې اوسوال کوله
اوس درڼا په ښارکې چې کله شعر ليکمه
زما دوطن د خوارو تته ډيوه را ياد شي
نو بيا يو سوې اوسيله مې خولې نه پورته شي
اسمان په لورې!
حفيظ بيا وايې چې همدومره بس ده
دا توری شپی به په رڼابدل شي
سوله به راشي دا زمونږ کلې ته
مونږ مسافر ګډی به بيرته يوسو
دا دکلو انتظار ختمه به شي