زيارت

2020-09-21

په دوه لاســــــي ســــــــلام کــــــــوم دزيارت، داشنا ياد تازه کوم په زيارت

دسر پوړنې به جنډه وروړمه، کـــــــوم مــــــرور پخـــــلا کـــــــــوم په زیارت

بيـــــا مـــــرادونــــه مــــې دزړه يــــادوم، بيـــا بـه يو يو ګلونه ږدم په زيارت

چه په سندرو کی خوله خوله شي راته، بـيا اوريـدوتـه شمع ږدم په زيارت

سترګې باڼه به په جرګه ورليږم ،خپلو ليــــمو تــه يي را ولـــــم پــــه زيارت

چه دمجنون په شانی شي ليونې ، داسې دوعــــاګانې ورته کړم په زيارت

چه ليونيان په ځنځيرونو تړي، مياعلي صـــاحب ته به لاس ږدم په زيارت

بيــــا دميــــاجـــــي بــــابــــا ســــــلام ته به ځم، ډيوی دمينې بلوم په زيارت

بيــــــــا دګــــردې غـــــوث ملنګانو ته ځم ،دمين زيړ رنګ يادوم په زيارت

چه دطـــــــــورخـــــــم ځنـــځيـــر نه واوختلم، د پير بابا سلام کوم په زيارت

دليونۍ زړګي درمـــــــان غـــــــــواړمـــــــه، د ننګرهار پلوري ځم په زيارت

چه ارمانو ته مې جنډه ودروم، بــــــــيا دور بـــــابــــــا ته به ورځم  په زيارت

په کـــــی يــــــادونـــه د جـــانــان غــواړمه ،اميل داوښکو تويوم په زيارت

د ډولکی بــــابـــــــا مــــزار تـــــه ځمــــــه، لاس د بنــګړو نه ډکوم په زيارت

بـــيا بـــــه ورځمــــــه د ســـرخ رود په لاره ،دخپل نيکه سلام کوم په زيارت

دچنکنوري اخون زاده پـــــــه مــــزار ، ډيــــری دوعاګانی به کوم په زيارت

دځوانيمرګ (زبير )په په قبر باندې، په چـــــغوچـــــغو بـــه ژاړم په زيارت 

بيا د ورستې ديدن ارمان کومه، په کی دوعاګانې دجـــــانــــــان کـــــومـــه

(حفيظ)څه کوې غربي ماڼې کې؟ دسولې غږ په هــــــر افــــغــــــان کــــومـه