چې د سها ر سترګه ښکاره شو ګله
زه دی پر مخ لکه لمر ګل ولاړ وم
چې دي لمر سترګه په ورتله شو ګله
يو سره ګلاب ستا په کو ګل ولاړ وم
ما د اسمان ستورو ته ډير وکتل
ما ويل د بخت ستورې به بيا ښکاره شي
خو د انسان ژبه ښکلا نه لري
دغه نيمګړۍ ژوند وفا نه لري
چې مخامخ به کله ودي ليدم
حيا بيا پيغله پښتنه وو ګله
ما چې اظهار دمينې ونه کړلو
اوښکې ليمو ته په جرګه وو ګله
تا دپښتون دونيا کتلې نه دې
ننګ او غيرت په کې درنه ښکاريږي
هره ټپه او هر غزل د مينې
د پټ را زونو افسانه ښکاريږي
ته ما نه ولې دا سوالونه کوې؟
د مينې ستورې په اسمان وخيژه
حيا مې پيغله پښتنه ده ګله
ته راته وائي پاس په بام وخيژه ؟
تا ددې کلي خلک ليدلې نه دي
په نه خبره خلک په دار خيژوي
پيغور د مينې يو پلمه شي ورته
کم عقل خلک پری سنګسار خيژوي
زه خو مرګو نو نه هيڅ ويره نکړم
زما وجود کې باروتي وينه ده
زه په جنګونو کې لوېه شوی يمه
د خوار ولس د قرباني وينه ده
نور مې په فال ورغوی مه را ګوره
زما په بر خه کې تياره ده ګله
ما د ژوندون خو شالې ونه ليده
لکه نښتر زړه مې اره ده ګله
زه دخپل مور په مينه موړ لانه وم
د وطن غيږ ي نه فرار شومه
د ځوانيمرګ ارمان ديدن په لټون
د ډير عمر ونو انتظار شومه
پام کوه پام دمينې سوال ونه کړی
کم عقل نه شی چا ته حال ونه کړی
مينه دی پټه زړه کې ساته ګله
د انتظار تياری رڼا کړه ګله
په نارنج ګل دننګرهار ورشه
زما د مينې ګلان راکړه ګله
که يي رښتيا زما د مينې مين
لاسونه پورته په دوعا کړه ګله
زه د ولس په خپل واکې مينه
ما ته د سولې زيرۍ را کړه ګله
(حفيظ) په ستړۍ انتظار ستړۍ شو
ماته ډير ښکلې هيلې راکړه ګله