2020-09-21
ما ته د مينې قصيدي مه وايه
زه د وطن د لوړو غرو مين يم
ماته مې خپله ځواني مه راستايه
زه د وطن په ارمانو مين يم
ماته د مينې عبادت مه کوه
زه په غريبو پرګنو مين يم
ماته د عشق فلسفی مه زده کوه
زه د مظلوم په اوسيلو مين يم
زه به رانجه په سترګې پورې نکړم
د ازادي ليلا چې ناوې نه شي
زه دنداسه په شنډو نه مږمه
غيرتي هيلی چې سر شاری نه شي
زه به لونګ په ټټر نه زنګوم
که جوړې دغه ټول ويجاړی نه شي
چپه کاکل او اوربل نه جوړوم
که د وطن پيغلې هو ښيارې نه شي
ماد وطن په عشق سوګند کړېده
په پښتنه مينه قسم کړيده
زما د وطن تنکي تنکي ماشومان
دطيارو په بمبارو کې زړه چاود
د مور په غيږه کې ځانونه پټ کړي
دغه ظالم ظالم وختونه نا ښاد
زما د وطن تنکې تنکې ټول ځوانان
پردي وطن په مذدوري لاس ټناک
د وطن ميندۍ مې ويرونه کوي
چې هره ورځ خپل ګلالي خښوي
سوله رانه غې دي ويجاړ وطن ته
کم بخت اولس مې لا سوالونه کوي
دلته يو څو کم اقلان اوس هم ګرځي
وايي د مينې افساني وليکي
دغه ويرجنۍ کيسۍ مه يادوي
د مينې ډکۍ تراني وليکۍ
د غم کتاب پاڼۍ را واړوي نور
د نوې عصر ياراني وليکۍ
زه تاته وايمه ناپوه ليکواله
څنګه په وينو ها لت پت اولس دی؟
زخمي زخمي هاغه کمبخت اولس دی
چې د سهار ماښام ډوډۍ نه لري
چې په نهاره خپل دکوره وځي
واړه واړه بچي ډوډۍ په طمه
په نيمه ورځ کې ناڅاپي انګازه
ناکام د ژوند دمذدورې تلوسه
په وينو غرق يو نا خبر جنازه
کورته يي راشي دی ته ساه واخله
پاڅه خبر له دې دونيا واخله
د ا د نړۍ او بشريت قاتلان
دا په تاريخ کې شرميدلې کسان
داسارت د ژوند يو څو غلامان
تر څو به وژني ختموي دا ځوانان
خبر په دې نه دي پښتون ورکوي
د ازادې ليلا مجنون ورکوي
نو حفيظ له تانه يو پښتنه کوي؟
دغه اولس هيروی يا سوله غواړی کنه؟
چې ستا ملت پری ټول شي ها هيله غواړی کنه؟