نياز بين کابل يم

2020-09-21

په مــــا د تــــورې بارانونه له هر خــــــوا وريــــــدل 

زما زخمـــــې زخمې ټټر نه وينه بيا څــــــڅيــــــدل

 زما بچــــــي زمـــــا په غيږه کې سلګۍ کولـــــــې

دجنــــګ نه سولې ته په ننګ ډير ی زارې کــولې 

په پاک لمنو ښکلې پيغـــــلو مې ګناه وريــــــدل

چـــــه ناهــــيده مـــې لکه ګل زمـــــا له غيـږې لاړه

داسې سلګۍ سلګۍ له ســتوني مې ژړا راوتـــل

په ما د ظلــــــم او جـــفــــــا د اور لمبـــــې بلـــــــې دي 

تنکي ځوانان مې هره ورځ لکه ماشــــــوم ژړي دې

زما په غيږ کی پښتنـــې بيبيانې کــــونډې شـــــولې

زما په غيږ کې نازولې يتـــيمان پـــــاتـــــــې شـــــول

چه د صبـــــــا بيګاه د يو مـــړۍ ډوډۍ پـــــه طـــــــــمه

داسې غريب داسې بی وسه انسانان پاتـــــی شـــول

په مردکو سورې سورې دخداې کـــتاب مې ولـــــيد

هم په بمو ټوټه ټوټه مسجد محـــــراب مـــــــې ولـــيد

چا د چوکې چا دقدرت چا د پــــــيسو پـــــــه طمـــــــه

ککړ په وينــــو دمظــلوم اولس په باب مې وليد 

زما هوښيار زما لايق بچي له غيـــــږې نـــــه مـــې

خواره واره ددنيـــــا هـــــر لور کی دانه وانه شول

د دوې د مټو په قـــوت پــــــردې ماڼــــــې جوړوي

په يو پلمه په بل پلمه يــــي زما له غيږي نه وړي

لکه بـــادام زړه کـــــــی زخــــمونــــــه د هر چا لرمه

يواځــــــې خوښ يم چه پښتون نوم په دونيا لرمه

زخمــــــې کابـــــل يمــــــه زخمونو ته ملهم غواړمه

ازاد پښتون يم بچو تـــــه ازاد ژوند غــــــواړمــــــه

زه د (حفيظ )د ډيرو هيـــــلو يـــــــوه هيـــــله يمــــــه

سر کی غيرت لاس کی همت کابــــــل نيازبينه يمه