2020-09-21
سوزمې شه اهنګ می شه غــــــــزل مـــــــــی شــــــــه
راشه قدم واخلــــــــــه د ازغنــــــې لاری مل مې شه
مشه ملامتـــــــــه تــــــــه چــــــــــه ښــــــــځه يــــــــــــي
ګل شه ته سنبل شه تاج محل مـــــــــــــې شـــــــــــــه
وايه الله هو الله هو زکر د جــــــــــــانـــــــان کـــــــوه
ورکړه په زانګو کی سبق قدر د افغان کــــــــــــوه
پورته په ميوند کی دملالې دلاس نــــښه کـــــړه
خال په تندی کيده دهمت د لار څـــــــــاروان کـوه
يا ښکلۍ ټپه شه د مين په زړه ملحم کيــــــــــــده
يايو خوږ غزل شه ته ستا ينه د افغـــــــــان کـــــوه
پام چه د زمان په ژرنده ګړې ځان دهل نــــــکړې
کړنه دزمان ته ځان په څير دسنګر ځوان کـــــــوه
تا چه علمان او اتلان پـــــــه غيـــــــــــــــــږ وروزل
ته يو قهر مانه يي باور په خپل ايمـــــــــان کــوه
ته (حفيظ )غزلو کی يو خوږ لمحه د مينې يي
ښځه يي که مور يي ته غزت د خپل مقام کوه