2020-09-21
اوس مې دخپل خيال په ماڼو کــــې ګـرځوه لاليه
دسترګـــوتــــوره پـــــه عکســــــو مې نازوه لاليه
يوه ارمان دمخامخ ستـــــــرګـــــــوديـــــدن لــرمه
زړه کی مې ساته لکه ګل مې خـــــــندوه لالـــــيه
دسترګو توره په عکسومـــــــــې نـــــــــازوه لاليه
زما دخوبونو او خيالونو يو تعــــــــبرشـــــه ګوره
د رقيبانو پيغورو نــــــــه مـــــــې ســـــاتــــه لاليه
ورشه زما د پخــــــوانــې کلې بـــــــازار وګــــــوره
په کی تازه تازه ګـــــــلونـــــــه ورتــــــــــه ږده لاليه
اوس دبيلتون په ځنځير بـــنــــده دمـــلکونه پناه
حفيظ غزلو او شـــــــعروکـــــــی يـــــــــادوه لاليه