په زړکافر

2020-09-21

اوس مې په ژبه کې توبه نه راځي
ستادکوڅي نه صبريده نه راځي

مغروره حسنه چې خطاپری نشئ
که ستاپلورې يي سجده نه راځي

زړګيه مينه د پيکه  غوندې  شوه
زما د زړه پرې  عقيده  نه  راځي

بازاري مينه اوس ليلام کې ګرځي
پښتنې هوډ ته مې په زړه نه راځي

څنګه ا قرار ته يي اوس ملا وتړم
د زړه دفتر ته مې هغه نه راځي

زما غرور لکه  پامير  هسکه  ده
سرټيټيدو ته يې ايرا ده نه راځي

حفيظ  نور د مينې چم ته مه ځه
په زړه کافرمخ په قبله نه راځي