2020-09-21
دا شعرداسی يوه خورکې ته ليکل شويده چه دوخت د ناوړو دودو ښکار ده دسمبر 2006,12کاناډا
ته د چا د مينی راز يي زرسرکې
ته د کوم زړګي اواز يي زرسرکې
نارينه چی ستا په نوم نن شاعري کړي
ته پو شوې په دی راز يي زر سرکې
ته خو مينه يي، اخلاص، يي يو جزبه يي
ته عزت يي ، دهر چا دزړه اثره
ماليدلې دا خوبونه ماشوم توب کی
چی ته ډيره مهربانه او خوږ زړه يي
چی ټاټوبې دپښتون کی راپيدا شوې
نواصيله، پښتنه، يي او درنه يي
زر سر کې ته خو ډيره ښايسته يي
لکه ګل دګلاب ګل په شان خوږه يي
زر سرکې اوس خو حال دراته وايه
چی دا کومی مينی ويشتی ته په زړه يي
زر سرکې ولې رنګ دی داسی زيړ ده؟
چانه پاتی يي دکوم مينې پيغور ده؟
زر سرکې دغه خلک ليوني دي
که ته نوم دمينې واخلې
دوي ټول تاسره جنګي دي
زرسرکې تا به ووژني سنګسار کړي
پام کوه چی پيغورو کی به دی حصار کړي
ته بد نامه به ګرځيږی زرسرکې
پيغوروکی به اوسيږی زرسرکې
غبرګ لاسونه په خوله کيده په ماګرانې
غټه تيګه په زړه کيده په ما ګرانې
ليونې د مينی ګرځه افسانو کی
زرسرکې ددی کلي اولسو کی
نه انصاف شته نه جواز دمينی تاته
زرسرکې يوه تور سره يي دونيا ته
ته پوهيږې چی ته ياد په کوم نامه يي
ته حيا، يي ته غيرت يي، پښتنه يي
"محبت پيغلوته لويه بد نامې ده"
دا زمونږ دښځو دغه زنده ګي ده
نارينه چی څه کوي هغه کوي به
خو زمونږه تش په نوم يو ازادي ده
زرسرکې راسره فيصله وکړه
خپل قسمت او له تندې نه ګيله وکړه
غبرګ لاسونه په خوله کيده بد نامې ده
ستا په عشق کی سراسره ناکامی ده
ساده کيږه مه يوه ښکلې لمحه شه
دقسمت په لاره لاړه شه ډيوه شه
د(حفيظ )دغه نصيحت ده ګلې تاته
د غربيانو په خوي مه ورځه سلاح ته