غزل

2020-09-21

ويده شوی په ژړا ژړا وم شپه وه
چې راويښ شومه په کور کې مې چينه وه

زړه زما ورپسې وران و یو څو ورځې
خوشې شوې د ماشوم نه غباره وه

دې خبرې ته حيران د دوکاندار يم
بخت دې ښه دی آخري یوه ډېوه وه

اوس راووته سړی د حويلۍ نه
ټکولې مې کال مخکې دروازه وه

دريابونه راپسې وو خبر نه وم
زما ښپو پورې نښتې کناره وه

راستون شوی بېرته وخت نه و باقره !
په دېوال کې د سات ستنه سرچپه وه