2020-09-21
باران وريږي د زول شپه ده او ستا ور ته ناست يم
ګرمي مې کيږي د دريمې دنيا لمر ته ناست يم
ښه راته پته ده چې تنده مې پرې نه ماتيږي
داپته نشته چې زه ولې سمندر ته ناست يم
خدايه! چې ما داسرافيل شپيلۍ هم وانوريده
خدايه! نو زه دومره له شوره لرې چرته ناست يم
زه چې روان شمه وروګورمه بيرته کينم
په ما راغورزي کنه زکه خو دې غر ته ناست يم
زه به تر څو پورې په خپل کور کې بې کوره يمه ?
زه به تر څو پورې د خپل ځان نه بهر ته ناست يم
چاته ترې سترګې ورکوم چاته ترې زړه ورکوم
باقره! ځان مې دى دربار پکې لنګر ته ناست يم