غزل

2020-09-21

زما په سترګو کې اوبه ستا په نظر کې کاڼي 
شکر چې خلک خو پرېږدي په سمندر کې کاڼي

زه چې اوس اور د لمر له تاو نه بلولی شمه
يو وخت وه، ما به ماتول په مازيګر کې کاڼي

ستا د بيلتون درد که هر څومره بې سکونه کړمه
خېر د ښپو لاندې ماتېږي په سفر کې کاڼي

راځه چې وشمارو په يو ځای په اسمان کې ستوري 
راځه چې وشمارو زما د زړه په غر کې کاڼي

دغه پوښتنه ترې تر اوسه پورې چا ونه کړه
چې باقر ولې ګرځوي تل په څادر کې کاڼي