غزل

2020-09-21

توره تیاره ده مګر زه یې په سحر لټوم
سر ته مې ایښی دی په خوب کې خپل څادر لټوم

خدایه کیدای شي که له مانه هم بې وسه وي څوک ؟
ډوډۍ مې لاس کې ده بازار کې څوک نهر لټوم

ستا محبت راته دریمه دنیا هم را ښایي
د ورځې ستوري لټومه، د شپې لمر لټوم

زه به تر څو پورې ښيښې ته اودریدلی یمه؟
زه به تر څو پورې په سترګو کې نظر لټوم؟

تا چې پرې زه ويشتم هغه کاڼي فايده راکوي
زړه چې مې تنګ شي نو په خپل وجود کې غر لټوم

دخیال اسمان ته ورختمه غورځیدلی یمه
باقره! ځکه خو په ځمکه خپل وزر لټوم