غزل

2020-09-21

ستا د سترګو سمندر چرته روان دی
په ما سر ګرځي که غر چرته روان دی

توره شپه ده سترګې مګم څوک راغلی
د لاسونو نه مې ور چرته روان دی

ښکاري بیا کومه تور سرې شوه سر توره
هوا نشته او څادر چرته روان دی

د یوه سړي تنه ورپسې ګرځي
د یوه سړي نه سر چرته روان دی

په دې ښار کې دیوالونه تږي کیږي
په دې ښار کې څوک نهر چرته روان دی

د ماشوم بچي تصویر یې دی په لاس کې
په دې لاره مسافر چرته روان دی

صبر وکړه درته وایمه باقره!
ستا په حقله مې نظر چرته روان دی