ښځه دې کونډو خور دې ورارو مور دې بورو پسي
ځان دې ټوټې ټوټې کړه والوتي په حوروپسي
هغه چې تاته وایې ځه د جنت لار همدا ده
خپله د تاک شونډی زبیښي ورک زلفو ګورو پسي
ای د یمن ، بغداد ، دمشق او دکابل خدایانو
څومره مو یوړل څومره نور لیږئ خجورو پسي
بیا اوازه ده چې راځي دلته پردۍ لښکری
بیا اوازه ده خلک بیا لاړل په تورو پسي
شو د پاچا او د بلا تر منځه دل ودیره
اوس به نو څوک او څنګه راشي موږ مجبورو پسي