غزل

2020-09-21

چــــا راســتـنـه کــړه چـی خندا می تله درمانه پوری

او ښکو مې لنډه لار پيداکړه تـــر ګـــرېـــوانه پوری

هغه  ټپه  وه ک ه ېو  تـــنـــدر  کــــه   ا ټوم  د  پښتون

چي ملا لـــــې پـــــه  «مــیوند» وکړله جانانه پوری

د لاس بـــنـــګړې دې په ګودر ټوټې  ټوټې پراته وه

مــــــا  ورکــــتـــلـی  تا  لیدلي  دار  مـــانــــــه  پوري

پیغلوخطا کړي لوپټې سطر يې مــــات کړوخلکو

دا  اوســنی  زلمې  رتګ  نه  دي  مـــیــدانه  پوری

د چم ګاونډ خلک تل ویښ ستا د مــسکا له زوره

زمــــونږ د سوي سلګۍ شورنه ځــی دالانه پوری

سپــــر لـۍ به  نه  بدنا مو و غـــو ټۍ تر جل وهلی

پــه ســـوي ډاګ ګلان غوړیــــږي تر بارانه پوري

هـــغه ښامار یې په چړوپـــرون بر غنډ بر غنډ که

زړګــیه نن به سر اوچـــــت وړي تر اسمانه پوري

دزړه قــطــرونــــه یــــې غـــمــي په امیل و خیږول

د «ودیر » خیال یې بدرګه کړو بدخشانه پوري