هسي نه خوله کې دې راشین شي نور یې مه یادوه
نجیب تره کې که امین شي نور یې مه یادوه
که د نړۍ د کارخانو صابون پری ټول ومږي
په رب که بیا هم کارمل سپین شي نور یې مه یادوه
چې وطن وران ، ورورمې را مړ او ما په بل وپلوري
که رباني که ګلبدین شي نور یې مه یادوه
په ړندو سترګو مو یو ړوند ځانته رهبر نیولی
دین به مو پاتي راته غین شي نور یې مه یادوه
چې د جهاد جلب تاچري او کارتر سره وي
بدنام بدنام به مو دا دین شي نور یې مه یادوه
په میلونونو اواره زخمي شهید موورکړل
پایله یې چور تالان أین شي نوریې مه یادوه
د رهبرانو د جهاد فتوا له کفر سره
خپله اوس کفر سره زین شي نور یې مه یادوه
اوس روس پلوه پرچمیان له ایخوانیانو
ویشي قدرت ستا دې یقین شي نور یې مه یادوه
له مجاهده یې طالب اوس له طالبه داعش
نور به له څه او څه رنګین شي نور یې مه یادوه
ته انتظار یې وخت به تاته بل خوشال زیږوي
د راتلو وار به هم د چین شی نور یې مه یادوه
خلق و پرچم ایخوان طالب او داعش
روس امریکا سره دې خوړین شي نور یې مه یادوه