غزل

2020-09-21

بلــــيـــږي بـــــيا دظلم اور پـــــــــه سرو لمبو بليږي
کله په کور کله سارا کله په غــــــــــرو بــــــليــــــږي
لار راته   ښايه  د رڼا  اي  درڼا  خـــــــالــــــيـــــقــــــه
زمونږه مړې  ډيوي ﻫر وخت په توبو بليـــــږيخو
ژوبل احساس مې دجانان در ته لوګې لوګې شی
عادت يي خپل شي تل داوښکو په سلګو بليږي
دحماسو په تاريخ ستر ای دمـــــــــــلالـــــي بچې
سر کړه ګريوان ته اور دي خپل په پښتنو بليږي
سوې جونګړې مي لاسيزی ګاونـــــډيــــــه اشنا
کله به دغه اور لمبي ستا په قــــصـــــــرو بليږي
په ما خو بل شوه حرامې چي انګريـــز وزيږاوه
کله نا کله يي اوس اور ستا په کوڅوبـــــليږي
دسرې اور نه دي يو څوبلي لمبې پورته شوي
اويښه دونيا شوه دغه اور به دي تر څو بليږي
لار دخلاصون که دي دځان او دبشر غواړي ته
اوس يي زر وژنه کنه اور دي په ملکو بليږي
واې ودير که نوم يي ورک شي دپيړۍ ناباليغ
نه به څوک سوزي نه به اور په سرو غونچو بليږي