د ګلورین ښایست سپرغۍ مې په ځیګر ماتوي
دسپیلنو ټقا راځي څوک یې نظر ماتوي
نه یې چت پاتي نه یې در ، دروازه پاتي خو
یو څوک راغلی دغې وران کنډر ته ور ماتوي
ما اوریدلې خو یقین مې لا پوخ شوی نه وو
دا نظربازه خو ریښتیا کاڼي د غر ماتوي
دا له ادمه تر دې دمه اوس دود شوی دلته
یو یې راغواړي بل یې بیا ورته لښکر ماتوي
د خپلو اوښکو په اوبو یې هر سړی ماتوي
په خورمایې شونډو روژه به بختور ماتوي
ژبه په شونډو تیرو د خم او جام تر څنګه
لا خو دروغجن ساقي لوظونه سر په سر ماتوي
ته تری خبر نه یې ودیره دغه شوخه شنګه
دورځي څومره زړونه دا هر ماذیګر ماتوي