غزل

2020-09-21

 تاته دې یاد وې وخته زه او جانان دواړه سره 

دومره یولري لکه ځمکه اسمان دواړه سره
 
بدرنګ وختونو په بدرنګ سنګر کې مخ کړو سره 
په وینو سور مو کړ دا غر ، بیابان دواړه سره
 
تابه لیده تا به لیدلي وي څه ړوند خو نه وې  
چرته چې مینه قتلیده او ارمان دواړه سره
 
په هغه شپه  به تر سهار ریږدیدم له ډاره 
په کومه شپه چې وو ګلۍ او باران دواړه سره
 
دلته خو دود دی ړندوي او ماتوي هنداري 
دلته هم دود وي ګونګ زمان او مکان دواړه سره
 
څپو اخیستی دې ودیر او جانان ګډ لاهو دي 
د نوح کیشتۍ ته انتظار او حیران دواړه سره