کلي مـــــي ويــــــنـــی د زړه سره په ميرو څه کوې
چي په لــيـــمـــوکي دي راشين شم په کوڅو څه کوې
ذاﻫده تا پـــــرون تـــــوبــــه وکــــړه دچــــا دويــــری
نن يي په خرپ چي شونډې زبيښي په توبو څه کوې
تا ددورخو زلفي په دي ديوال راپور ته نـه کړي
ربابه غيـــږه کي اوده شــــه په نـــغــــمــو څه کـوې
ديموکراسی ده زړه دي مه چوه لږ په لږ ﺣســـاب دي
که دي پخپل نامه راتول شي په ګوندو څــه کـــــوې
«وديــر» ته يادﻫغه وختونه دي ﻫيـــــريــــږی کله
پريږده جانانه نن موسکۍ شي په سلګو څـه کوې