وجود مې ما سره روان دی دومره خپل یو سره
روح مې په ما او چا تاوان دی دومره خپل یو سره
لکه دسوري را پسي او کله زه ور پسي
د ا سورلمر او بیابان دی دومره خپل یو سره
زه په قدم قدم کې ویني د زړګي ورکوم
دا هم په دې را سره وران دی دومره خپل یو سره
ما به غزل ورته لیکه د زمزمه کوله
ټپه ټپه دی یا کربان دی دومره خپل یو سره
چې پری پنځه وخته نامه د پاک سبحان یادوي
ولی یې وژني مسلمان دی دومره خپل یو سره
مور که د شرق وي که د غرب خو پام چې بوره یې نه کړي
هغه هم ستا په شان انسان دی دومره خپل یو سره
دا محبت او مینه دواړه خور او ورور ودیره
پالو یې ګټه که تاوان دی دومره خپل یو سره