غزل

2020-09-21

 نه يې ځواني په خپل حال پاتې نه قامت پاتې دى

غرور يې هغسې لا مست دى سلامت پاتې دى

د ښار هئيبت د هر سړي زړګي ته لاره وکړه
په همدې وجه د هر چا نه محبت پاتې دى

د لمونځ نه مخکې الاهي باران ته ودرېږه
ذاهده! ستا پر تندې ټکى د نفرت پاتې دى

د زورور اوبه په بره خېژي ستا نظام کې
خو د کمزور د دنګ پرواز باز نه الوت پاتې دى

د مور په پښو کې مې زړو پڼو ته هيڅ پام نه دى!
د جنتونو په هوس رانه جنت پاتې دى!

پيره ته اوس هم په سکروټو باندې ژوند تيروې؟
ښه نو په تا کې لا اوس هم دا کرامت پاتې دى؟

د درد زګيروې له هر يو کاڼي هر يو بوټي خيژي
باچا زمونږ په خاوره لا هم قيامت پاتې دى؟