غزل

2020-09-21

په هغه ورځ چې بيخي منع له جنته شوې
زړه کې دې څه ٶ د هغه نه پس چې ښکته شوي؟

هوس دې ډېر ٶ ځکه سر په سرو غرمو شوئ نو
غنم دې وخوړل حوا رض ته ملامته شوې

هيڅوک مې نه ولي په کاڼو بيا هم تنګ يمه
هغه خو ته وې چې کوربان له محبته شوې

هغه ړانده خلک بناه شول چې مين شول په تا
او ته راضي کله د ځان له کرامته شوې

د دغو خلکو غرور دنګ دى قامتونه ټيټ
تا کې غرور نه ٶ نو ځکه دنګ قامته شوې

څه بختوره يې چې هغه دې په غېږ کې پروت دى
ځمکې چې ته هم شته د چا له برکته شوې.

د دغه دور په باچا کې هيڅ انصاف نشته
ځه شکر ته خو خلاص له دغه مصيبته شوې.