غزل

2020-09-21

ما په لومړي ځل په خپل ځان باندې احسان وکړو
په خپل وجود مې د سپرلي د ګل ګومان وکړو

څوک به د چرګ په اذان خوله له جامه لرې کړې؟
او ستا د کلي مْلا بې وخته اذان وکړو

رښتونې غم دې زه رښتيا له خلکو بېل کړمه
د محبت ګټه کې ما څومره تاوان وکړو

ستا د لوى ذات نه ځار زمونږ په وس کې هيڅ نه ٶ
خلک له تندې مړه کېدل او تا باران وکړو

زه د زګېروې په ځاى نامه د هغه ښکلي اخلم
درده تعرف دې راته څه د ستر انسان وکړو

هغه مې ځان دى باچا هغه په دې نه پوهېږي
زما يې قدر وکړو قدر يې د ځان وکړو