غزل

2020-09-21

نظر مې په خپل حال دى خو له سترګو مې باڼه ځي
د وخت په تېرېدو سره مزه له ژوندانه ځي

ليکلى مې ستا نوم د زړه په سر څوک به يې وران کړي؟
د لاس نه مې نکرېزې خو په څوکه د چاړه ځي

ښه ستا له کاڼي زړه نه به چينه کله پيدا شي؟
د درد په انتها له ړندو سترګو هم اوبه ځي

د پوهه سترګورو عقل پاتې په کې راشي
د عشق په کږو لارو باندې سم لکه ړانده ځي

د هغې د خاموشه مسکا غږ دنيا ته رسي
زما د بې وسۍ چيغې بيخي تر هغې نه ځي

ارمان مې ستا د ړنګو قدمونو لاندې خور شي
هوس مې لکه ګرد شي په هوا ستا په کاله ځي

د وخت له دروغجن له دروغجن هم دروغجن يې
رښتيا وايه باچا نو په رښتيا باندې ستا څه ځي؟