غزل

2020-09-21

زه دومره مست ولې ېم؟ ولې ناز کوم په لمبو؟
چې خپل احساس نيسم رسا د جهنم په لمبو

ستا د نظر پر ځاى نن ستا د سر خْمار ماتوم
نن د ماڼو پر ځاى لونګ درته سېزم په لمبو

د هجر شپه به په خوږو نغمو روښانه ساتم
بس زولنې به ورته ورو، ورو شرنګوم په لمبو

چې ستا له زلفو د راتېر شمال په بوي ژوندى ٶ
هغه ارمان لکه پتنګ اوس نڅوم په لمبو

ژوند بې له تانه هم تېرېږي آى صنم په لمبو
ژوند بې له تانه هم تېرېږي خو بس سم په لمبو

زه لېونى داسې بې درده او بې څوکه ښه ېم
له دې نه وروسته په خندا ژوند تېروم په لمبو

چې انحصار يې کړم د خپل وجود په ورکو لمبو
اوس خو را وشينده له پاسه شنه غنم په لمبو

زه لا هم سوزم د خپل ړوند عشق په يخو لمبو
ته راته بيا نو راکوې ولې قسم په لمبو؟

باچا به ونيسې رحمانه د نفرت په لمبو
باچا به وسېزې رحيمه د کرم په لمبو

(ه) ...ته!