غزل

2020-09-21

ژوند بې له تا نيمګړى دى ستا سخت کمى دى ياره
تا نه ګرموم خير زما د بخت کمى دى ياره

په سترګو کې مې خوب دى نيم نشه يم نيم خْمار يم
خو ستا د سپين مړوند د پوست بالښت کمى دى ياره

ښه څنګه د سپين مخو خړ مخونه جلوې وکړي؟
په دوئ خو اوس د مينې د اورښت کمى دى ياره

په ډېرې سرګرمۍ او سر ګنګسۍ کې هم را ياد يې
نو ځکه درته وايم نن دې زښت کمى دى ياره

هر لوري په نفرت باندې پرېوځي سترګې ځکه
په زړونو مو د مينې د پاک کښت کمى دى ياره

د زړه په شيش محل کې مې تمام ښکلي دېره دي
خو څه وکړم د هغه يو کمبخت کمى دى ياره

ته وګوره ملنګ ګدا باچا يم خو افسوس چې
په خپله خاوره نه يم د دې تخت کمى دى ياره