مغرورې کبرجنې چې په خلا دې کړم که پرېږدم؟
زما د بربادۍ وجې رسوا دې کړم که پرېږدم؟
لږ زور به په زخمي نازکو شونډو باندې وکړم
پرکېفه مسته درده په ژړا دې کړم که پرېږدم؟
د زړه پرهر ګلاب خلکو ته و ښاېم که نه او؟
ځلانده سپينه پرخه د سبا دې کړم که پرېږدم؟
زما د ژوند کتاب له پاڼو ووتلې لاړې
لېمو نه لکه اوښکه راخطا دې کړم که پرېږدم؟
زه بيا د لېونتوب په پولو واوښتم لاليه
زما لاليه ووايه زما دې کړم که پرېږدم؟
په هغه ناممکن څنګل به بيا يو ځل ويده شې
نصيبه ستا څه فکر دى باچا دې کړم که پرېږدم؟