د سوچه شرابو چړه د ياغي وخت په الزام کې
ستا د سر سلامتي به نن شپه پورته کړو په جام کې
مست غرور دې په کې ايښى ، عجيبه نزاکتونه
د چا زړه ذرې ، ذرې شي د چا زړه ښه شي ماښام کې
څه مزه ده په عفوه کې؟ څه مزه ده سرکوزۍ کې؟
څه مزه ده په قصاص کې ؟ څه مزه ده انتقام کې؟
د دنيا ځواکمن موجود دې ترى تم کړې په وزرو
چې د قام ورکول غواړې نو غرور زيات کړې په قام کې
په جنت کې به يوو داسې؟ لکه دلته چې يوو څنګه؟
وچې شونډې جل وهلي د پى مخو ايزدحام کې
د چا زړه کې مکمل يې! د چا زړه کې بيخي نه يې
څوک دې ستايي په تسبو کې! څوک دې ستايي په رام رام کې
د وصال د شپې له رويه چې اذان پر مونږ و نه کړي
دومره ډېر سړيتوب چېرې؟ ستا د کلي په امام کې
ښاريه دې په راتلو شوله عطرينه ګلورينه
هر سړى درباندې مړ دى هر سړى دى په الهام کې
د دنيا د باچاهانو باچا يمه او که نه يم؟
د دنيا د ښکلو ښکلى مې راغلى دى په دام کې
چړ = څاڅوبى