غزل

2020-09-21

مخکې وه په غلا اوس يې ښکاره جوړه کړې ده
لومه يې د زلفو دوباره جوړه کړې ده

څوک يې د سپين مخ تورې کرښې په غور نه لولي
مونږه ترېنه هسې سپاره جوړه کړې ده

ژوند لکه خاموش سمندر سرکوزى مخکې ځي
غم دې په کې مسته کناره جوړه کړې ده

نن يې محرومانو ته ستنې قدرې وښايه
تا چې هلته بله ننداره جوړه کړې ده

څکلي دې ماشوم نه دي بيا هم جنت کې زانګي
مور ورته ټيکري نه ګواره جوړه کړې ده

ما د خپل ارمان په څلي شمعې بلې کړې
کوم وخت چې ستا ياد پرې تياره جوده کړې ده

قد د باچا ټيټ دى غواړي ټول خلک دوکه کړي
ځکه يې په خپل نوم مناره جوړه کړې ده