غزل

2020-09-21

ته شوې بدل او ماته چل د بدلېدو نه راځي
په اور کې پروت يم مګر تاو د سرو لمبو نه راځي

زه به د دوه جامونو راز درته هيڅ ونه وايم
خو جنتي نشه مې سر ته په تسبو نه راځي

ستا د ځوانۍ په زوال بېرته همدا زه سوزمه
ستا له بدن نه خو اوس بوي د کشمالو نه راځي

چې لنده غوښه په اور کېنږدې پخېږي کله؟
زما به شونډې څنګه ستا تر اننګو نه راځي؟

لکه د مات رباب بې غږ يم وچه دښته کې پروت
ستوني ته چغې د غم اوښکې تر لېمو نه راځي

يو ځل را ولوېدم بيا پورته شوم او بيا روان شوم
شکر دى سر ته مې بيا خيال د رالوېدو نه راځي

هغه د ښکلي وعده هم په ښکلې خوله وه کنه؟
باچا چې ستا له څنګ نه څه په بيړه تلو نه راځي