چې په خپل حْسن په تنګ شي خپل ښايست ورپورې اور شي
د ښار هر ښکلى ارزان کړئ د بدرنګ نامه پرې کېږدئ
مونږ پرې نوم د سولې کېښود اوس مو خلک په کې وژني
وايي نوم د ښار بدل کړئ بيا د جنګ نامه پرې کېږدئ
د دې ښار په وېرانه کې منعکس کړئ فريادونه
د پرهر څړېکې نغمې کړئ د شړنګ ، شړنګ نامه پرې کېږدئ
د مْلا خوله به شي بنده موسېقې به شي حلاله
ټول له غمه په خندا شئ د اهنګ نامه پرې کېږدئ
د دې وخت قاضي محکوم کړئ د دې وخت جلاد په دار کړئ
د دې وخت مغل را مات کړئ د پېرنګ نامه پرې کېږدئ
د سپين مخ يې نظر مات وي تور باڼه يې په شېدو کې
لږ يې پوزې ته نږدې کړئ د لونګ نامه پرې کېږدئ
د زلمي د لاس پولۍ خو وي بس هسې ملغلرې
او د پېغلې په لاس زخم ! د اترنګ نامه پرې کېږدئ
چې د مخ ښکلا يې زيات هر اندام يې مرمرين وي
خو که زړه يې وي بيا تور! د غمرنګ نامه پرې کېږدئ
هغه ځکه په هوا دى سلامي ورته ودرېږئ
باچا ځمکې ته راکوز کړئ د ملنګ نامه پرې کېږدئ