په دې باندې هم خوښ يم چې له ماسره يو ځاى يې
آى ! ته مې د آرمان د ګل په څانګه کې اغزى يې
زړه خور شوې لکه ګل د هغې پښو ته پاڼې ، پاڼې
ستا مينه هغه نه مني ته هسې لېونى يې
مکاره د ناکام عشق آرمانه بد نصيبه
ژوندې زړه کې مړ شوى يې په مړ زړه کې ژوندى يې
په تله د انصاف مو عقيدې وتله ربه ج
ستا نهه نوي نور نومه دي مونږ ته لا هم خداى يې
مغروره درنه هېر شول چې لمبو باندې يې جوړ کړې؟
دا وخت لکه کولال دى او ته صرف مات کودى يې
ستومان هم د جنت او د دوزخ په منځ راتېر کړې
بېشکه مېکده يې خو د ستړو دمه ځاى يې
زه ولې لکه ګرد ماته ښيښه باندې پرېوځم؟
ته ولې راته وايې چې هغه نه يې پردى يې؟
ته هم لکه تنکى ګلاب مات مات شولې بې وخته
ته يې د ماتېدو لپاره څه وکړم تندى يې
ثابته شوه باچا ته له مټينې خاورې جوړ يې
ګودر کې چې په نوم د محبت مات شوې منګى يې