غزل

2020-09-21

د کوم چا په تورو څڼو کې اسير دي
لا تړلي مې خيالونه په زنځير دي

چې له زخم نه يې باسمه مړ کيږم
ای! دا څه کوډې دې کړې پخپل تير دي

د باچا د دربار سپي راپسې غاپي
چې اخيستې مې ښېرې د کوم فقير دي

د رنګين کمان ګنبدې هم شوې خلاصې
لا نيمګړي دې رنګونه د تصوير دي

زما ژوند د يوسف خوب دی راته ګوره
ستا خو سترګې کتابونه دتعبير دي

پسرلی دې له خپل ځان سره خندا کا
دلته خلق پخپل غم دي پخپل وير دي

کوم ګمنام ملنګ دعا ده درته کړې
سرودونه دې درمله عالمګير دي