غزل

2020-09-21

د دوؤ نغمو په څېر د ژوند په یوه تار کښې اوسو
یا لکه دوه ستوري د مینې په مدار کښې اوسو

چې دنګ قامت دې ګورم لمنځې او نښترې مې یاد
له دنګو غرونو نه راغلي یو په ښار کښې اوسو

ستا د جمال ستا د جلال په تصور کوؤ ژوند
بس خو یوه شېبه په نور بله په نار کښې اوسو

د یو جبین د آینې د ښکلولو په نیت
وشوې مودې د ارمانونو په غبار کښې اوسو

سیلۍ ! داهم ګوره چې پاتې یو د چا د پښو نه
دې ته مو مه ګوره چې پلونه یو په لار کښې اوسو

د بنګړو شور دې د هوا پیڅکه کښې غوټه کړه لږ
ګني مړه کیږو ، د دنیا په های ناتار کښې اوسو

چې په بدرنګو ورځو شپو کښې یو ژوندي درمله
څه خو به وي ګني په کومې د ښامار کښې اوسو