غزل

2021-10-19

عشق سترگور کړمه لمرونه په مشال کې وینم

دریاب دریاب نور په واړه څاڅکي د خال کې وینم

 

د لمر سرکشه لمبه هم سپېرې ایرې شي اخر

زه هر کمال ته رسېدلی په زوال کې وینم

 

د سرور زیری به یې هم وژني بې تا چې شي څوک

آبداره توره د اختر د شپې هلال کې وینم

 

ړوند شه زاهد چې کاته ستا سترگو ته بولي گناه

زه دوه جهانه د ثواب په دې اوبال کې وینم

 

د اوبو تږی به سېراب په سرابونو نشي

څه که دې زه په هر مثال په هر تمثال کې وینم

 

ښکاري! ته ما وېشتای شې ذوق د پورته تللو مې نه

د الوت شوق مې په مات شوي پر و بال کې وینم

 

داسې وړیا ندی همدمه تبسم د حسن

دا هغه گل دی چې په خدای که یې په کال کې وینم

 

ستا د منگي خاوره په عطرو لندوي او ژاړي

گمان حرام دی مگر زه غلا په کلال کې وینم

 

یاره غزل وه د درمل که بتخانه د ازر؟ 

زر بُته ناز یې زه په هر یو سُر او تال کې وینم