دومره هم مه راخوږیږه چې لاس واخلم له سندرو
شپیلۍ تشه له نغمو شي ،چې شي ډکه له شکرو
تا چې کله خوله پرانیستې په وړو وړو خبرو
هیڅ ارزښت په ښار کې نشته د آبدارو ملغلرو
کله کله خو ستا سترګې ستا د زړه خبرې راوړي
دا بازان هم کله کله کا خویونه د کوترو
ټوله شپه مې وي د شمعو د جلوؤ قلم په لاس کې
افسانې لیکم د سویو پتنګانو پر وزرو
په پردي وطن کې ستا د تورو څڼو په شغ پایو
ګني نه هغه اسمان شته اونه غرونه د نښترو