2021-10-19
تازه مې کړې بيا تتې
ډیوې د سپوږمۍ ستورو
باڼه، سترگې او زړۀ مې
کړل فرش په ټولو لورو
يو ته مې ياد وې نور مې
هر څه هېر کړل د نورو
ما وې ډوبې بېړۍ ته به مې لاس د ناخدا شې
ما وې چې ته به راشې
له هر څه مې لاس واخیست
بغیر له انتطاره
غبار شوم کښېناستم به
ذرې، ذرې په لاره
چې تېر نه شې بڼو مې
رپ نه واهۀ له ډاره
ما وې چې له کوم ورک لوري به يو دم را پيدا شې
ما وې چې ته به راشې
گردباد وم له مستۍ مې
په سر وهلې منډې
شیبې د انتظار به
په دې شي ما وې لنډې
هر خوا مې کچ کولې
د وخت د صحرا څنډې
ما وې چې تورو شپو ته به مې پړکنده رڼا شې
ما وې چې ته به راشې
غوږ، غوږ د زخم، زخم
څک، څک يوې ښکالو ته
که غلي ماشومان دي
د مور للو، للو ته
سرود ستا د راتگ مې
ور زده کړ کشمالو ته
ما وې چې مړه ارمان ته به مې دم د مسېحا شې
ما وې چې ته به راشې
هر چا به په خندا وې
هغه چېرې؟ ته چرته؟
ذرې! په کوم جرأت دې
نېولې لاره لمر ته؟
کيسه دې خدای خبر دی
که ورسېږي سر ته
ما وې ته به د يو ناممکن خوب غوندې رښتيا شې
ما وې چې ته به راشې
زه څه پوی چې عشق وهم
د حسن د دیدار و؟
زه څه پوی وم چې مينه
بې ځايه انتظار و؟
اوس پوی شوم چې ژوند هسې
د ورکو هيلو بار و
اوس پوی شوم زما بخت يې په مرگ هم خدای که پخولا شې
نه راغلې نه به راشې